اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي پارلمان او 20 كروړه اولس له به يو موټې كېدل او د ??ېو??د د ګټې تحفظ كول وي٬مونږ له د چا نه د يرېدو حاجت نشته٬بلكې بايد د پوائنټ سكورنګ په ځاې د تېر وخت غلطو څخه زده كړی وشي او مخ په وړاندې لاړ شوو۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د امريكائي اولس مشر د پاكستان په اړه بيان او د افغانستان په حقله د امريكې په پالېسۍ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل ننۍ غونډه زيات اهميت لري٬مونږ غوښتنه كړی وه چې شريكه غونډې دې راوبللې شي۔د دې څخه به د قرارداد اهميت زيات شوے و۔د لويې اختر ??ه پس بايد په دې معامله شريكه غونډه راوبللې شي دغسې چې مونږ تفصيل سره خبره وكړو۔ده ووئيل اوسني صورت??ال كښې بايد مونږ جذباتو كښې داسې پوزيشن جوړ نه كړو٬مونږ تر ??ول اول پاكستانيان يو او په دې معامله يو موټې يو بايد د ??ېو??د 20 كروړه اولس ګټې تر ??ر ساتلو سره پالېسي جوړه كړو۔ده ووئيل كله چې زمونږ اقتصادي حالت كمزورې وي نو زمونږ خارجه پالېسي به هم كمزورې وي٬دا وخت په جذباتو كښې د راتللو نه دې٬دا سياسي جنګ دے په دې كښې به مونږ له خپل ځان ايډجسټ كول وي او د دې پريكړه به كول وي۔ده ووئيل بايد مونږ سوچ وكړو چې زمونږ خارجه پالېسي ولې كمزورې ده چې امريكا څوك چې زمونږ پخوانې دوست ؤ نن زمونږ خلاف شوے۔ده ووئيل د وسلې د جنګ څخه د سياست جنګ زيات مهم وي۔ده ووئيل بايد امريكا په پاكستان د لګولې شوو تورونو ثبوت وركړي٬زمونږ په دور كښې دوه ځل ان كيمره سېشن شوې بايد حكومت ان كيمره سېشن راوبلي۔ده ووئيل دې صورت??ال ته مونږ ځكه رارسېدلې يو چې مونږ تر څلور كالو د سفارتي چېلنز څخه انحراف كړې۔په دې صورت??ال كښې به مونږ له يو موټې كېدل وي