اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزيرخواجه م??مد آصف د لوئے اختر خوشحالۍ په مهال پاكستاني اولس ته د زړه نه مباركي وركړې۔ د خالي په ورځ خارجه دفتر څخه جاري كړ?? شوي بيان ترمخه خارجه وز??ر په خپل پېغام كښې ووئيل لوئے اختر مونږ ته د قربانۍ او ايثار درس راكوي۔ ده ووئيل نن د پاكستاني وګړو د قربانيو ٬ عزم او محنت په سوب پاكستان د معاشي او اقتصادي پرمختګ په لاره روان دے۔ ده د هېواد پرمختګ كښې ?? مثبت كردار ترسره كوونكو بهر هېوادونو كښې ?? مېشته پاكستانيانو د كردار هم ستائنه كړه۔ ده ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع مونږ بايد كشميري وروڼه او خوېندو هم يادې وساتو كوم چې كال 1947ء څخه تر دې دمه هندي مقبوضه كشمير كښې ??لمونو سره مخ دي۔ په لكھونو شهيد شوي او د كشميري مېرمنو سپكاو?? شوې۔ كشميري وګړي په زبردستۍ پورته كړ?? شوي دي او دوئي په جعلي مقابلو كښې ??هيد كولې شي۔ كشميرې اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلې هڅې جاري ساتي او پاكستانې حكومت او اولس به ددوئي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي او ددوئي مقدمه به نړيوالې ورورولۍ ته پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ وسله والو ځواكونو ته د دوئي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په سترو قربانيو وړاندې كولو او د جارحيت په ضد د هېواد په دفاع كولو سلام وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل هېواد به د كاميابۍ او سوكالۍ په لاره روان وي۔ ده ټولو پاكستاني وګړو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مباركي وركړه۔