نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملت??نو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي د پاكستان لخوا د تره??رې خاتمې لپاره د پشپړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د تره??رې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه كښې د القاعده پشمول يو شمېر تره??رې ډلې تباه كړې دي٬ د تره??رې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواك??نو د زرګ??نو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د تره??رې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه كښې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې زمونږ په منطقه كښې د القاعده په خاتمه كښې كه هر څو نورو هېواد??نو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پاكستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د تره??رې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواك??نو د زرګ??نو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ مونږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د تشدد پېښې په ټوله نړۍ كښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مه??ه ده چې نړيواله ټولنه د تره??رې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئيل چې د پاكستان په اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان يو ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېواد??نو كښې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه مېرمن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ يوه مېرمن د پارلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه مېرمن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئيل چې كه هر څو زمونږ د هېواد تاريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو مونږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره س??ه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده كړه كړې او فكر لرم چې د زده كړې دا عمل ټول عمر روان وي۔ هغې ووئيل چې د يو سفارتكار كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې په پاكستان كښې د تعليم ودې سره مېرمنې زياتې واكمنې كېدې شي