اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د چين اولس مشر چي جن پنګ اولس مشر ممنون حسېن ته د هغه د سالګرې په موقع مباركي او د نېكو هيلو پېغام رالېږلې۔ اولس مشر ته دا پېغام د چين سفير ينګ ياو په خاص توګه رارسولې دے۔ د چين اولس مشر په خپل پېغام كښې وئيلي ??ي چې پاكستان او چين ښه ملګري او ستراتېژيكي شراكتدار دي كوم چې د ازمېښت په هره يوه موقع د يو بل په كار راغلي ??ي۔ ده وئيلي ??ي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژوند په ټولو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده كومه چې د خوشحالې خبره ده۔ د چين اولس مشر وئيلي ??ي چې هغه د چين او پاكستان د دوستې نه ډېرې هيلې لري او دواړه هېوادونه پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو خواهش لري چې دغسې د دواړو هېوادونو دا خوږه دوستې نوره هم مخ په وړاندې لاړه شي۔ اولس مشر ممنون حسې?? په دې موقع د چينائي اولس مشر مننه كړې او وئيلي ??ې دي چې دواړه هېوادونه به د اولس خوشحالې لپاره يو بل سره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستې نړۍ لپاره يو مثالي ??يثيت لري۔