اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي د?? ترهه ګري شريك دښمن دے او ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي٬ افغانستان كښې د هند كردار د منطقه په ګټه نه دے او د استخباراتي اطلاعاتو په بنياد پاك پوځ عمليات كړي٬ او د كاناډا وګړي ئې راخوشې كړي٬ امريكې د پاكستان مرست?? او د كاميابو عملياتو ستائنه كړې ده ٬ امريكې او پاكستان د لوړې كچې رابطې روانې ساتلو له اتفاق كړې ٬ پاكستان به په افغانستان كښې امن ٬استحكام او مصالحت لپاره هڅې روانې ساتي٬ د بشري حقونو علمبردار دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي ۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالوند پوښتنې په ځواب كښې وكړې۔ وياند د تخښتولې كاناډا وګړو راخوشې كولو پحقله دپوښتنې په ځواب ووئيل تخښتولې شوو له د استخباراتي اطلاعات په بنياد پاك پوځ عمليات كړي٬ او د كاناډا وګړي ئې راخوشې كړي۔ ده ووئيل كه استخباراتي اطلاعات په وخت وركول باوري كړې شي نو د ترهه ګرۍ په ضد كوټلې كاروائۍ ممكنه دي امريكې د پاكستان مرست?? او د كامياب عملياتو ستائنه كړې ده۔ د پاكستان او ا??ريكې د اړيكو په اړه وياند ووئيل په دې وروستيو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې ملاقاتونه ډېر ګتور وو ا?? دواړو هېوادونو په هره كچه رابطې روانو ساتلو له اتفاق كړې۔ وياند ووئيل پ?? اوسنۍ دوره كښې د لوړې كچې د امريكائي پلاوي پاكستان ته د دوره٬ په نيويارك كښې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امريكې د نائب صدر مائيك پنس او په تېر?? اوونۍ كښې په واشنګټن كښې د خارجه وزير خواجه آصف د امريكې خپل همڅنګه رېكس ټېلرسن ??ره د ملاقوتونو تسلسل دے۔ پاکستان امريكائي چارواكو ??ره په ملاقاتونو كښې واضح كړ?? چې ترهه ګري شريك دښمن دے او دا يو شريكه مسئله ده او د نړۍ ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل ٬ افغانستان كښې هندي كردار د منطقه په ګټه نه دے٬ هند پاكستان كښې د تخريبي هلو ځلو ٬ د ترهه ګرۍ او د ترهه ګرو په مالي معاونت كښې د ككړ دے٬ دغسې هند د افغانستان خاوره پاكستان كښې عدم استحكام لپاره كاروي ٬ ده ووئېل پاکستان افغانستان كښې د افغان دولت او د اولس په قيادت كښې د امن د عمل ملاتړ كوي۔ د مقبوضه کشمیر پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كشمير كشاله د اوږدې مودې او د تېرو 70 ٶ كالو راهسې حل طلب ده٬ د كشمير كشالي حوارې د ملګرو ملتونو ذمه واري د?? ٬ خو په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو ظلمون?? او د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو نړيواله ورورولي او په خاص توګه د بشري حقويو علمبردارو خاموشي معني خېز ده٬