اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وف??قي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پېك پاكستان كښې د صنعتي پرمختګ او نوې ټېكنالوجۍ معرفي كولو لپاره يو مهم پليټ فارم دے۔د پاكستان معيشت د بحالۍ څخه تېر شوے او د ټېك آپ پوزيشن ته راغلې٬تېر كال د 5.3 فيصده شرح پرمختګ ترلاسه شوې كومه چې د تېرو لسو كلونو تر ټولو لوړه شرح ده۔ دا كال د 6 فيصده شرح ترلاسه كولو هدف مقرر شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين شن جن ښار كښې د ه??اوے كمپنۍ صدر سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پ??كستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي په تندۍ پرمختګ كوي۔ده ووئيل حكومت د پاكستان تر 2025 د نړۍ په اولنو 25 معيشتونو كښې د شاملولو په تږ لاره كار كوي۔داخله وزير په دې مهال د ه??اوے ريسرچ سنټر څارنه هم وكړه۔(وا/ض ض/وس/2201)