اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلب??وش?? يادېو ك??رودانې او مور سره د ملاقات لوظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ياديو په پاكستان كښې د هندي ترهګرې اصل څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ د ياديو مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلب??وش?? كورودانې او مور سره په خارجه دفتر كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سروس آفيسر كلب??وش?? يادېو ته په پاكستان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې ترسره كېدو نه پ?? پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د ياديو ك??رودانې سره د ملاقات وړاندېز كړے خو هند ياديو سره د هغه د مور د ملاقات كولو خواست وكړو ك??م چې پاكستان منظور كړو۔ د ياديو ك??رودانې او مور سره په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته ياديو سره د خبرو ك??لو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د ملاقات په مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د ياديو ك??رودانې او مور ته د پاكستان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر ياديو كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړ?? دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند ووئيل چې د يادويو ك??رودانه او مور بېرته مسقط ته ولېږل شول۔