اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هېواد سلامتیا او استحکام له دې ټولې طبقې پريكړو كښې شریكې كړې شي دغسې چې متفقه او كوټلو تجايزو سره ??ېواد مخ په وړاندې لاړ شي، د ترهه ګرۍ جرړې د بې روزګارې سره تړلې شوي ٬ ښې تګلارې سره ??ه ترهه ګرۍ قابو موندلې كيدې شي٬ ځوانانو له په وخت ر??زګار وركولو له دې ټولې ادارې په ګډه كار وكړي۔ د دې خيالاتو خرګندونه ده د نېشنل ډیفنس پوهنتون 17م کانووکېشن ته خپل خطاب کښې وكړه ، كوم ته چې د نېشنل ډیفنس پوهنتون صدر لیفټېننټ جنرال ماجد احسان هم خطاب وكړو۔اولس مشر ووئيل د پاکستان پشمول ??ول?? نړۍ د مسئلو سره ??خ ده او د دې لوئ سبب دا دے چې د بيلو سيمو او ژبو ??ره تعلق لرونكې وګړې د نوې دور د چیلنجونو په اړه تر اوسه په څه نتيجه نه دې رسيدلې۔ ده ووئيل دا يوه داسې مسئله ده په كومه چې ??ول?? نړۍ غور او فكر كوي?? اولس مشر ووئيل اسلام او جدیدیت ، قامی همغږي ، ګورننس، د شخړو هوارے او قامی سلامتی داسې سرخطونه دي په كومو چې غور او فکر او د ??ول??ې ??ول?? طبقو سره ??شارورت ته اړتيا ده ٬ دې لپاره ضروری ده چې داسې مباحثو كښې د انتظامی او دفاعی چارو پوهان ، د تعلیم پوهان او ذرائع ابلاغ سره تعلق لرونكې ذمه وار سره د ديني طبقو او عام وګړې شريك كړې شي دغسې چې ټولې طبقې د فکر په دې عمل كښې شريك شي?? اولس مشر ووئيل نړۍ كښې تل داسې قامونه پرمختګ كوي او عزت ترلاسه ګتي كوم چې قامی مقاصد او ترجیحات په ګوته كړي او د موخو څخه ګټه پورته كړي۔ ده تجویز وركړو چې این ډی یو او نورې قامی ادارې دا فکر عام کړي?? اولس مشر ووئيل پوهنتونونه د تعلیم او د تعلم ودې سره سره د تھنك ټينك کردار هم ترسره ??وي۔ بايد پوهنتونونه قامی پرمختګ له بحث او مباحثو نه پس حکومت له د عمل وړ كوټلې تجاویز وركړي?? اولس مشر ووئيل د پاکستان پرمختګ كښې د ځوانانو كردار مهم دے۔ده ووئيل د این ډی یو او نور تھنك ټینکس دا ذمه واري ده چې په دې صورتحال كښې د نورو قامونو د تجربو ??اج واخلي او د عمل وړ تجویز وركړي۔اولس مشر ښه پوزیشن ترلاسه كونكو زدكونكو له اعزازات وركړل او سند ترلاسه كوةنكو زدكونكو له ئې مبارکي وركړه۔