اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د اتوار په ورځ د ګو??ن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ پرانسته وكړه۔ د منصوبې اولني يونټ پايې ته رسېدو سره به 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي كومه به چې د چترال په شمول د خواؤ شا سيمو د توان حاجت ترسره كړي۔ چترال كښې د كال 2015ﺀ سخت سېلاب څخه وروسته وفاقي حكومت واپډا ته هدايت كړې وو چې چترال او خواؤ شا سيمو ته برېښنا وركولو له دې ګو??ن ګول منصوبه زره تر زره پايې ته ورسولې شي۔ د منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې برېښنا د چترال او خواؤ شا سيمو د توان حاجت څخه درې چنده زياته ده۔ ګو??ن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ سره به چترال كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي چې ورسره به د قامي معيشت استحكام س??ه سره په قامي ګرد كښې پاكه او ارزانه برېښنا شاملولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ګو??ن ګول منصوبھ چترال ته نزدې په مستوج درياب جوړولې شي چې مجموعي پېداوار ئې 108 مېګاواټ دے ۔ دلته به د برېښنا پېدا كولو درې يونټه لګولې شي۔ اولنې يونټ پايې ته رسېدلې او دويم او درېم به تر مئ ورسي۔ دې منصوبې سره به هر كال 436 ملین یونټ برېښنا قامي ګرډ ك??ې شامله شي او دې منصوبې څخه به هر كال د 3.7 ارب روپو ګټه ترلاسه شي۔ د منصوبې منظور شوي پي سي ون ترمخه په دې منصوبه به 29 ارب روپۍ مصرف كولې شي او د واپډې خپلو وسيلو س??ه سره یو اېس اېډ،سعودی فنډ فار ډوېلپمنټ ، کوېت ډویلپمنټ فنډ او او پی ای سی فنډ فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ واپډا د دې منصوبې پايې ته رسولو له بشپړه مرسته كوي۔