اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) ددفاع وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د پاكستان خارجه پالېسي او دفاع تر ټولو مهم معاملات دي۔ دې سره د وګړو ژوند تړلې۔ د ټولو سياسي ګوندونو ذمه واري ده چې هغوي د هېواد په معاملو كښې قدم سوچ سره كېږدي۔ د خالي په ورځ د يو نجي ټي وي چېنل پروګرام”بے لاګ” كښې خپلو خصوصي خبرو كښې ووئيل پاكستان په ترهګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې۔ پاکستان كښې د ترهګرو كوم پټ ځايونه نشته۔ ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د ترهګرو په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ په دې جنګ كښې زمونږ وګړو هم بلها قربانۍ وركړې دي كومې چې د هېرولو نه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ دا خبره په ډاګه كړې چې سعودي عربستان ته كوم پاكستاني عسكر روان ??ي هغوي تربيه وركولو له روان دي۔ دا خبره ما سېنېټ كښې هم كړې چې كوم عسكر سعودي عربستان ته ځي هغه د پارلېمان د اپرېل 2015ء قرارداد فرېم ورک څخه بهر نه دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ددفاع وزارت كښې به ډېر اصلاحات كول وي او مونږ له به د حقائقو څخه مخ اړولو په ځائې ريښتيا لټول وي۔ ده ووئيل مونږ هڅه وكړه چې د پاكستان سوچ په ډاګه كړو۔ د پاكستان دا سوچ به نه يوازې په امريكا بلكې د پاكستان په اولس هم په ډاګه كول وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګوند يو لوئے سبق زده كړې۔ او كه د لوئے څښتن په فضل او بيا د اولس په ووټونو يو ځل بيا اقتدار مو ترلاسه كړو نو د كومې پرېكړې لپاره به بېلو پړاؤنو څخه تېرېدل وي دغسې چې په منطقي بنيادونو پرېكړې وكړې شي۔ و??اقی وزیر ووئيل پاكستان مسلم ليګ چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد د ترهګرۍ او ناامنۍ په شمول د توان ستونزې سره مخ وو ولې زمون?? د ??شرتابه د غوره پالېسيو او د وسله والو ځواكونو ځانګړې قربانيو په سوب نه يوازې هېواد څخه ترهګري ختمه شوې بلكې د توان ستونزه هم هواره شوې او هېواد د پرمختګ په لاره روان شوې۔ د هېواد معشيت ورځ په ورځ مستحكم كېږي د كوم اعتراف چې په نړيوالو شمېرو كښې كولې شي۔