اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د كمېټۍ كنوينئر انجينئر علي محمد خان په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د مذهبيي چارو د وزارت څخه د حاجيانو د مجالمه و??زو تفصيلات وغوښتل شول٬خو د مذهبي چارو د وزارت چارواكو دريځ وو چې د مجالمه و??زو نيغ په نيغه تعلق د مذهبي چارو وزا??ت سره نه دې٬د دې ويزو پراسسز په كمپيوټراز طريقه شوې او ټول تفصيلات يې موجود دي۔كمېټۍ ته و??ئيل شول چې 478 حاجيانو ته تېر كال مجالمه و??زې جاري شوي دي۔59 نمبر مكتب د مجالمه و??زو لرونكو لپاره بېل كړی شوې وو۔د كمېټۍ كنوينئر ووئيل چې د 500 مجالمه و??زو ترلاسه كونكو څخه د 2 لكه 80 زره د يو كس نه ترلاسه كولو تور لګېدلې دې۔د حج ډي جي ووئيل چې مونږ نه يوه پيسه ترلاسه كړې او نه مو په مجالمه ترلاسه كونكو لګولې۔پھ دې موقع د مذهبي جارو دوهم وزير پير امين الحسنات شاه و??ئيل چې زمونږ ??ه دور كښې د سركاري سكيم له مخې د حج معيار ښه شوې٬په كال 2012م كښې 5 زره د سركاري حج كوټه خالي وه٬نن په مونږ د خلكو باور زيات شوې