اسلام آ??اد 06 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ځوانان او زدكوونكې بايد قامی پرمختګ كښې مهم کردار ولري او دې لپاره ??همه ده چې د سباؤن چیلنجونو مخنيوي له چمتو والې ونيسې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د حسن ابدال کیډټ کالج زدكوونكو سره ??ه خپلو خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د قامی پرمختګ په هغه صورت ممكن دے كله چې ځوانان او نوې نسل په اخلاص دې مقصد لپاره خپل ځان وقف کړي۔ ده ووئيل ځوانان دې د چیلنجونو مخنيوي له د جدیدې نړۍ او نوو سماجی ، سیاسی او معاشی رجحاناتو پيژندلو له زیاته لوسته وكړي ٬ ده د سائنس تعلیم په ترلاسه كولو زور راوړلو سره ??وئيل دا د وخت مهم حاجت دے ځكه چې راروان وخت د سائنسی پرمختګ او ایجاداتو دور دے۔ ده ووئيل دې سره سره د سوشل سائنسز ??ضامینو ته هم پام لرنې ته اړتيا ده۔ بايد خپل تهذیبی او كلتوري اقدارو حفاظت او په خاص توګه شعر او ادب ترویج ته هم پام لرنه وكړې شي ٬ اولس مشر ووئيل د سی پیك په صورت نوې امکانات پيدا كېږي۔ ده په دې خبره د خوشحالۍ ښكاره ??ړه چې د حسن ابدال کیډټ کالج علمی او عملی هلو ځلو كښې برخه اخلي۔