اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې پاكستان تركيې سره اړيك?? ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده اړيكې ب?? پارلماني رابطو سره لا ښه شي۔ جنيوا څخه ترلاسه شوې اطلاعاتو له مخې ده د سوئټزرلېنډ په جنېوا ښار كښې د 138م بېن الپارليماني يونين(آئي پي يو) اسمبلۍ په مهال د تركيې د ګرېنډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر اسماعيل كراهمان سره ملاقات كړې۔ سردار اياز صادق ووئيل چې د پاكستان او تركيې اولس يو بل لپاره د احترام او ملګرتيا مثالي جذبات لري كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ښه معاشي مرستې سره لا ښه جوړېدې شي۔سپيكر د پاكستان او تركيې ملګرتيا اړيك?? ته د يو تاريخي تنظيم اصطلاع وركولو سره ووئيل چې دا رشته د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو او دما??و كښې ده۔ د پارليماني تبادلو په اهميت زو?? راوړولو سره ده ووئيل چې د دواړو پارليمانونو او تواتر سره رابطې كول ډېر ضروري دي ځكه چې دې رابطو سره د يو بل جذباتو او خيالاتو سره د همغږۍ موقعې پېدا كېدې شي۔ده ووئيل چې د سيمه ايزې مرستې ښه جوړولو لپاره تركيې مهم كردار ادا كړې او په ستراتېژېكي اعتبار سر?? پاكستان په تركيه ډېر باور لري۔د تركيې ګرينډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر اسماعيل كراهمان ووئيل چې تركي?? پاكستان سره خپل اړيكې لا مضبوطې جوړوي او د دوه اړخيزه اړيكو ودې له تر هر يو حد تلې شي۔ د?? پاكستان سره د تجارتي او كلتورو اړيكو زياتوالي لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره د پارليماني تبادلو په ض??ورت زو?? راوړو۔د تركيې سپيكر سردار اياز صادق ته د پاكستان 78مې ورځې مباركي وركولو سره ووئيل چې د تركيې اولس د تحريك آزادۍ په مهال د نيمې وچې مسلمانانو قربانۍ كله هم هېرولې نه شي۔د تركيې سپيكر ووئيل چې زمونږ د هېواد سخت خواهش دے چې په اقتصادي او ستراتېژېكي اعتبار سره يو داسې پارټنر جوړ شي د كومو د ګټو څڅه چې د دواړو هېوادونو اولس استفاده ترلاسه كړي