اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د سي پېك پروژې له مخې په ګوادر پورټ د پرېميئر شپ كانټينر سروس پېل شوے چې ورسره به په هېواد كښې صنعتي پرمختګ سره سره د هېواد په معاشي صورتحال كښې هم بهتري راشي۔ د سي پېك سېكرټرېټ پراجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد بټ اے پي پي په خبرو كښې ووئيل چې نوي شپ كانټينر سروس كراچې- ګوادر ګلف اېكسپ??ېس ګوادر پورټ په مېنځني ختيز كښې جبل علي سره تړلې دے۔ د دې نه علاوه د دې نوي سروس د لا??ې به ګوادر پورټ په متحده عرب اماراتو كښې ابوظهبي او شارجه پورټس ته هم رسنه ولري۔ ده ووئيل چې دا پروژه هېواد لپاره ډېره مهمه ده۔ په سي پيك كښۍ د ګوادر پورټ امنيت ډېر اهميت لري او دې مق??د لپاره پاك بحريه ټاسك فورس جوړ كړے۔