اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي په مشرې كښې د نجكارې په اړه د كابينې قائمه كمېټې غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كے اي ا??س اي پاور لمېټېډ لخوا په كے الېكټرك كښې د دې حصص شنګهائي الېكټرك پاور ته د خرڅولو په معامله غور وكړے شو او د وفاقي كابينې توثيق سره مشروط د نېشنل سېكورټي سرټيفكېټ د اجرا پرېكړه وكړې شوه۔ د كابينه كمېټې د پاكستان ??ټېل ملز لمېټډ د نجكارې او ?? پي آئي ا?? سي ا??ل د تشكيل نو په اړه د بېلا بېلو چارو هم جاج واخستل شو۔ كمېټې سپانسرنګ ډويژنو ته ووئيل چې هغه دې په دې لړ كښې د وړاندې شويو پرېكړو په رڼا كښې په جامع او مربوط انداز كښې تجويزونه بېرته وړاندې كړي۔