بیجنګ 12 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان او افغانستان د چین په مرسته د كوئټې نه تر قندهار د رېلوے سروس پېل كولو منصوبه جوړوي٬ سباٶن كښې به د پېښور نه د لاهور په لاره تر كراچۍ د 250 نه تر 350 كلومټير سپيډ سره چلېدونكې تند رفتاره رېل له هم منصوبه جوړولې شي٬ د پېښور نه تر كراچۍ اېم اېل ون رېلوے منصوبه د 8 اربه ډالرو په لګښت اپ ګرېډ كولې شي٬ دې منصوبې ترسره كېدو سره به د رېل ګاډو رفتار د 80 كلوميټره د ساعت په سر نه 160 كلوميټره شي۔ اے پي پي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل ګوادر بندر به د رېل نېټ سره پېوست كولو او د كوئټه نه پېښور لپاره نېغه په نېغه د رېل سروس پېل كولو پحقله هم د چين چارواكو سره خبرې شوې د??۔ ده ووئيل پاکستان كښې به د چین په مرسته د رېلوے جديد ا??جينئرنګ ادارې جوړولې شي دغسې چې د رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبو لپاره په كوټلې بنيادونو انجينئرز ٬ ټېكنيشنز او نور افرادي قوت ترلاسه شي ۔ ده ووئيل د رېلوے اپ ګرېډېشن د چين او پاكستان ترمېنځه د سي پېك له مخې د ا??فرسټركچر پرمختګ لپاره د مرستې سلسلې كړۍ ده۔ د باؤ فورم پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم په دې فورم كښې د پاكستان د پلاوي مشري كړې او نړيوالو مشرانو او د سرمايه ك??رو كمپنو مشرانو سره ئې ملاقاتونه كړي ۔ د سي پېك له مخې پاكستان كښې سرمايه ك??رۍ لپاره سرمايه ك??رو د خپلې خوښۍ څرګندونه كړې كوم چې د ا??سني حكومت په پاليسو د ھغوي د باور څرګندونه ده ۔ ده ووئيل بېلټ اېند روډ منصوبه نړۍ خپلو مېنځ كښې د ټرلو منصوبه ده٬ سي پيك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې برخه ده٬ نړيوال پوهان او تجريزه ك??ر دې منصوبه كښې خوښي لري او منصوبه سيمه ايزو روابطو جوړولو لپاره يو مثالي منصوبه ګرځو??۔ ده ووئيل په لنډه موده كښې پاكستان كښې د توان په څانګه كښې بلها سرمايه ك??ري شوې كومه چې نورو لپاره يو مثال دے٬ نړۍ پاكستان كښې د ا??فراسټركچر د ودې او د خاص اقتصادي زونز جوړېدو ستائنه كوي كومې سره چې به كم پرمختللې سيمو كښې هم سوكالي راشي