اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پښتون ژورنالېسټس اېسوسي اېشن (پي ??ے اے) وړومبنۍ ټاكلې كابينې سوګند پورته كړے دے ۔ د سوګند پورته كولو دستوره په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې ??شوه٬ سېنېټ كښې د فاټا غړو پارلماني لارښود سناتور اورنګزېب اوركزئۍ د پي ??ے اے صدر طائر خان ٬عمومي سېكتر ګوهر محسود ٬ نائب صدر عامر اپريدي او نورو عهدېدارو څخه سوګند اخستې دے۔ په دستوره كښې ??خواني سناتور فرحت الله بابر او د اے اېن پي لارښودې بشرېٰ ګوهر هم ګډون وكړو۔ په دې موقع په خپل خطاب كښې سناتور اورنګزېب اوركزئۍ ووئيل هيله لرو چې پي ??ے اے به د پاكستان د قانون او آئين له مخې د پښتنو خبريالانو خېر ښګړې لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې د خپل هېواد او قام لپاره غږ پورته كړو۔ بشرېٰ ګوهر ووېيل د بده مرغه مركزي ميډيا كښې ??ه پښتنو او په خاص توګه د فاټا په مسئلو موثره خبره نه كېږي او په ميډيا كښې د سنسر شپ پاليسۍ عمل كېږي۔ پي ??ے اے له به د سنسر شپ برخې ګرځېدو په ځائ د پښتون قام مسئلې هم رامخې ته كول وي۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې ??خواني سناتور فرحت الله بابر ووئيل هيله لرو چې پي ??ے اے به د پښتنو ?? ژبې او كلتور حفاظت لپاره هم كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پښتون قام دا مهال ځينو ستونزو سره مخ دے ٬ پي ??ے اے دي خپل قلم او مائيك د فاټا مظلومو خبريالانو ښګړې لپاره وكاروي۔ ده ووئيل پي ??ے اے سره به په هر فورم بشپړه مرسته كولې شي۔