اسلام آباد ۔ 13 جون (اے پی پی)د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لنډ مهاله وفاقي وزير سید علی ظ??ر هدایت كړې چې د وفاق او صوبو ترمينځھ قامي ورثې سره په اړوند مهمو چ??رو په ګډه كار كولو له دې كوآرډينېشن كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د 18م آئيني بدلون منظورۍ څخه وروستو د وفاق او صوبو ترمينځھ د رامخې ته كېدونكو تكنيكي او انتظامي خنډان لرې كولو كښې كردار ترسره كړ??۔ دا هدايات ده د شورؤ په ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن دورې په موقع د بريفنګ په مهال جاري كړ??۔ وفاقی وزیر ووئيل كتابتونونو ٬ عجائب ګھرو ٬ قامي ورثې سره په اړوند مهمو تاريخو ځ??يو??و او نوادرات سره په اړوند چارو د وفاق او صوبو ترمينځھ په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې د كوآرډينېشن كوټلې عمل ضروري دے دغسې چې هغه ټول خنډان او ستونزې لرې كړې شي كومو سره چې د وفاق او صوبو په كچه ادارې مخ دي۔ او دغسې نړيوال ډونرز ورسره هم مخ كېږي۔ لنډمهاله اعلی وزير ووئيل پاكستان د زړو تهذيبونو مركز دے۔ زمونږ خاوره د نړۍ تر ټولو غوره تاريخي ځ??يو??ه او د نوادراتو بلها پنګې لري د كومو د لارې چې مونږ د پاكستان مثبت او روښانه مخ نړۍ ته ښودلې شوو۔ په دې مهال ده د قامي تاريخ او ادبي ورثې مجموعي هڅې او تر دې دمه پورته كړې ګامونه وستائل۔ په دې مهال د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن جوائنټ سېكتر سید جنید اخلاق د ډويژن او دد?? د ماتحت ادارو چ??رو ٬ تر دې دمه د ترلاسه شويو كاميابو او د سباؤن هدفونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي سېكتر انجینئر عامر حسن بېرسټر سيد علي ظفر ته د ډويژن لخوا د پاكستاني تهذيبونو او تاريخي ځ??يو??و په اړه شائع شوې كتابونه وړاندې كړ??۔ دې څخه وړاندې وفاقي سېكتر عامر حسن وفاقي وزير ته د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن ته په راتلو هركلې ووې۔ او ده سره ئې د ډويژن او ماتحت ادارو مشران معارفي كړ??