اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي د كشمير كشاله د م??ګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې هوارېدل پكار ده٬ شج??عت بخاري په مړانه او بهادرۍ هندي ظلمونه نړۍ ته ورمخې ته كړې٬ د ھغه شهادت به عبس نه ځي٬ نړيواله ورورلي دې په كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پلو پام لرنه وكړي٬ د اوږدې مودې كشالې په هواري كښې دې خپل كردار ولوبوي۔ د خارجه دفتر وياند دا خبرې د نهې په ورځ د شهيد شوي كشميري خبريال شج??عت بخاري په ياد نېشنل پرېس كلب كښې د غمرازۍ ريفرنس ته وېنا په مهال كړې۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولسمشر مسعود احمد خان، کشمیرۍ لارښوده مشعال ملك او سینئر خبريال حامد م??ر هم موجود ٶ۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د شج??عت بخاري زړه د كشميري اولس د م??نې نه ډك ٶ٬ شج??عت بخاري هندي ظلمونه ټوله نړۍ ته ورمخې ته كړې او هم د دغ?? په سوب ھغه شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل هندي حكومت او ځواكونه نورو كشميريانو ته هم د دغسې انجام دړكې وركوي۔ ده شج??عت بخاري ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نن مونږ د شج??عت بخاري په ياد كښې د غمرازۍ دستوره كښې ګډون كوٶ٬ شج??عت بخاري نه يرېدو او هغه رښتيا ليكل۔ ده ووئيل شج??عت بخاري هم د نورو زرګونو په شمېر د كشميريانو غوندې شهيد كړې شوې او د هغوي دا شهادات به عبس نه ځي ، نړيوالې ورورلۍ ل?? به د كشمير كشالي هواري ته پام كول وي