اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ټو?? هېواد شين او ښېرازه كولو د عزم پخلې كولو سره و??يلي دي چې د راتلونكو 5 كلونو په مهال به 10 اربه ونې كرلې شي٬ د ګرېن پاكستان كمپائن برخه جوړېدو سره راتلونكې نسل د ماحولياتي الودګۍ څخه بچ كېدے شي٬ِ زمونږ ګليشيئر وېلې كېږي٬ كه ونې ونه كرل شي نو په راتلونكو كلونو كښې به زمونږ هېواد په رېګستان بدل شي٬ د ونو كر او صفائي به د سكولونو په نصاب كښې شاملولې شي٬ د ونو كرلو مقصد د ګلوبل وارمنګ مقابله كول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په و??ځ په هري پور ضلع كښې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه د پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د ونو كرلو د كمپائن مقصد د ګلوبل وارمنګ مقابله كول دي۔ ده ووئيل چې په ټو?? هېواد كښې د راتلونكو 5 كلونو په مهال د لس اربه ونو كرلو هدف ټاكل شوے۔ ز??ونږ مقصد ټو?? پاكستان شين وا ښېرازه كول او په ماحولياتي الودګۍ قابو موندل دي۔ ونې د اكسيجن ??ركولو لويه ذريعه ده۔ ده ووئيل چې ماشومانو ته به د ونې كرلو او صفائې په اره تربيه و??كولې شي۔ ده ووئيل چې د ګلوبل وارم??ګ او ماحولياتي الودګۍ په اړه زمونږ هېواد په اووم نمبر دے۔ ده ووئيل چې چرته هم خالي زمكه وي٬ هلته به ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې مونږ په ابتدائي توګه په ټو?? هېواد كښې په دوه سوه سيمو كښې دا كمپائن پېل كړے دے۔ ده ووئيل چې مونږ د پاكستان شين كولو اراده كړې۔ دا د كوم يو تن مسئله نه ده بلكې د ټو?? قوم مقصد دے۔ ده ووئيل چې په ښارونو كښې به په لويه پېمانه ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې ځنګلات تباه شوي دي۔ د دې څخه وړاندې ده د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه پرانسته وكړه۔ د يادونې وړ ده چې د اتوار په و??ځ به د هېواد په لويو ښارونو كښې 15 لكه بوټي كرلې شي۔ سركاري محكمې٬ ملټري فورسز٬ اېن جي اوز ٬ زده كوونكي او وګړي په لويه شمېره د پلانټ فار پاكستان په كمپائن كښې برخه اخلي۔