اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پ?? پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي ټرانسپورټ او مواصلات سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې په زړه پورې كر??ار ترسره كوي ?? پیداوار زياتولو له مؤثره او فعاله ټرانسپورټ نظام او جدیده بنیادی اډھانه لازم او ملزوم ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل حكومت د اطلاعات نیټ ورك، بنیادی اډانې، توان ، صنعت، كركيلې ، سیلګرۍ او نورو څانګو ته پام لرنه كوي، د دې پروژو بشپړولو سره به پاكستان د پرمختګ پلو روان شي، ده ووئېل كله چې دا پروژې ترسره شي نو يو نوې پاكستان به رامخې ته شي چرته به چې اولس ته توان ٬ مواصلات٬ تګ راتګ ٬ صنعت او حرفت٬ كاروبار٬ روزګار٬ سیلګرۍ او د اقتصادی پرمختګ اسانۍ ترلاسه وي او پاكستان به په پرمختلليو هېوادونو كښې شامل شي۔سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه ك??ې د ټرانسپورټ اینډ كمیونیكیشنز منصوبې منظوری وركړې شوه۔ غونډه ك??ې د ټرانسپورټ او مواصلات په اړه د 67953 ملیونه روپو په لګښت پېښور میټرو بس منصوبه وړاندې كړې شوه چې مقصد ئې د پېښور اولس له د مزل ښه اسانۍ وركول دي۔ منصوبه حتمی منظورۍ له ایكنك ته لېږلې شي۔