اسلام آباد ۔ 27 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان ګوردوارہ کرتار پور صاحب ته راتلل د وياړ وړ دي۔ د وزیراعظم د کرتار پور راهداری پر??نس??لو په اعلان ټول سكھ قوم خوشحاله دے۔ وزیراعظم د هند په شمول ټولې نړۍ ته پېغام وركړې چې پاكستان او مسلمان امن خوښوي او د ورورولۍ فضا په ځائې كولو عزم لري۔ د كرتار پور راهدارۍ په پر??نس??لو هند كښې هم د حكومت او عمران خان دې ګام ستائنه كېږي او دې عمل سره په ټوله نړۍ كښې د پاكستان په نېك نامۍ او صلح خوښوونكې كېدو كښې زياتوالې شوې۔ دا خبرې ده د بابا ګرونانک زېږېدنې ورځې دستورو كښی ګډون كوؤنكو سكه لارښودو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د مېلمنو مېلمستيا او درناوي كښې كوم كمې كړې نه دې۔ د بابا ګرونانک 550 مې د زېږېدنې ورځې دستورو ته به تاريخي اهميت وركولې شي۔ د بابا ګرونانک ??نس??ن دوست تعلیمات دوياړ وړ دي او ځكه نن او راتلونكو ورځو كښې به هم محترم وي۔ ده ووئيل د وزیراعظم کرتار پور بارډر ته د را??لو او د سکھ یاتریانو د استوګنې او امنيت ټول انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ په دې مهال د سك ياتريانو لارښود سردار امرجیت سندھ ووئيل مونږ په حكومتي ګامونو او د وزيراعظم ګوردوارہ کرتار پور صاحب ته په را??لو ډېر خوشحاله يو او ټول سكه قوم دده مننه كوي او دده د كاميابۍ دعا كوي۔