اسلام آباد ۔ 17 جنوری (??ے پی پی)د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (??ے پی پی) حېدر آباد كښې وظيفه ترسره كوؤنكې مشره خبريا??ه فرحت شېخ د زيارت په ورځ ??ه حق رسېدلې ده ۔ د هغې عمر 56 كاله وو۔ ارواښاده د دمې رنځ سره مخ وه او د تېرو درېو اونيو راهسې د حېدر آباد په يو نجي روغتون كښې ئې درملنې روانې وې۔ د هغې د جنازې لمونځ به ماښام د حېدرآباد په صديق اكبر جومات كښې ادا كولې شي۔ دې څخه وروستو به دا په کنټونمنټ مقبره كښې خاورو ته سپارلې شي۔ په دې مهال د قامي خبر رسنې ادارې اېم ډي قمر الله چوهدري ٬ خبريالانو او نورو همكارانو د فرحت شېخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د ??ے پي پي اېم ادارې لپاره د ارواښادې خذمات ستائلو سره دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په ??ے پي پي هېډ آفس اسلام آباد كښې به نن د جمعې په ورځ د ماځيګر لمونځ څخه وروستو د ارواښادې روح ته ثواب رسولو ??ه فاتحه ??واني هم كولې شي