اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي چې د امریکې او پاکستان اړيكې په يو مهم پړاؤ ??ښې داخل شوې دي۔ ما د وړومبۍ ورځې څخه هڅه كو??ه چې د دې اړآكو دې بيا د سره جاج واخستلې شي او په دې كښې تر ډير حد پیش رفت كېږي، پاك امریکې اړيكو په اړه د امريكائي چارواكو اوسني بیانونه مثبت دي، پاکستان ته د ګوې نيولو په ځائې د پاكستان کردار ستائلې كېږي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د المان میونخ ښار ته د تللو څخه وړاندې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل میونخ كښې ګلوبل سکیورټی کنفرنس كښې ګډون له المان ته ته ځم۔په دې کنفرنس كښې د نړۍ زياتره هېوادونه ګډون كو??۔ د ټولې نړۍ خارجه وزيران ، د دفاع وزيران ، امنيتي پوهان په دې کنفرنس كښې ګډون كو?? او نړيوال امنيتي صورتحال سباؤن لپاره به يوه كو??لې تګلاره مرتب کولې شي۔ ده ووئيل زه به هلته د پاکستان نمائندګی کوم۔ په ټوله نړۍ كښې دا مهال په افغانستان بحث روان دې۔میونخ ته د افغانستان اولس مشر اشرف غنی هم راځي په يو پینل ډسکشن كښې به هغه د افغانستان نقطه نظر وړاندې كو?? او زه به د پاکستان نقطه نظر ټولو ته وړاندې كو??۔ دې نه ځانله د امریکې کانګریس غړو يو پلاوي چې پكښې 9 سناتور??ن او 10 هاؤس آف ریپریزینټیټو غړي شامل دي هلته راځي د هغوي سره هم ملاقات متوقع دې۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن لپره چډې كو??ې هڅې كړې ټولې نړۍ هغه ستائلې دي۔ ده ووئيل دې نه ځانله د روس، المان ، کاناډا او ازبکستان خارجه وزيرانو سره به همه ملاقات كو??ې شي۔ ده ووئيل خواهش لرم چې د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو لپاره استازي فیډریکا موګیرینی سره هم ملاقات وشي دغسې چې مونږ د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه ستراتيجكي انهانسمنټ پلان له حتمی شکل وركړې شو۔