اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د اسحاق ډار د نامزدګۍ كاغذونه په ??ې بنسټه سوب مسترد كړی شوي٬د فني اعتراضاتو په بنياد د اسحاق ډار د نامزدګۍ كاغذونه م??ترد كول په قانوني توګه سم نه دي٬اسحاق ډار د لارښود محمد نواز شريف سپاهي دے٬ په هر فورم به په نره مقابله كوو٬اسحاق ډار د پرېكړی په ضد د ??رخ??است كولو پرېكړه كړې ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل اسحاق ډار د هېواد او قام لپاره كارونه كړي٬د هغه هڅې نه يوازې پاكستان بلكې ټولې نړۍ كښې ستائلې شوي۔دې ووئيل اسحاق ډار د نامزدګۍ دوه كاغذونه جمع كړي وو٬د نامزدګۍ كاغذونو له م??ې الېكشن لپاره يو بانك كښې اكاؤنټ پرانستل ضروري دي٬ريټرننګ آفيسر په دې بنياد د نامزدګۍ كاغذونه م??ترد كړي دي چې د نامزدګۍ دوه كاغذونو لپاره جلا جلا بينك اكاؤنټس پرانستل پكار دي۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل دغسې كوم شق په قانون ك??ې نشته او د بل بينك اكاؤنټ ضرورت يو الېكشن لپاره دے٬د نامزد??ۍ هر كاغذ لپاره نه۔ دې ووئيل اسحاق ډار د دې پرېكړې په ضد د ??رخ??است كولو پرېكړه كړې ده