ک??وټ?? ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان څخه د برېښنا او ګاز كمبوت لرې كړې شوې۔ د كلونو ??يمګړې منصوبې مو پايې ته رسولي۔ سره د ناوړه حالاتو د هېواد د خپلواكۍ سودا كولو نه غېر مو معيشت مضبوط ك??ې۔ د مسلم لیګ (ن) كارونه چا نه پټ پناه نه دي۔ د هېواد په ګوټ ګوټ كښې پرمختيائي منصوبې ترسره كېږي۔ د 2018ء په ټول ټاكنو ??ښې به هم اولس نواز شريف او مسلم ليګ (ن) ته درناوې وبخښي۔ د پنډۍ ک??وټ?? سړك به مانسهرې څخه تر مير پور موټروے منصوبې سره تړلې شي۔ دې سره به ټول منطقه د پرمختګ په لاره روانه شي۔ ده د خالي په ورځ د پنډۍ ک??وټ?? سړک دوه لارې كولو منصوبې بنياد اېښودلو دستورې او اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل زه نن د وزيراعظم په حېث په اولني ځل خپلې حلقې ته راغلې يم۔ زه باور لرم چی راروانو ??اكنو ??ښې به كاميابي مسلم ليګ (ن) او نواز شريف ترلاسه كوي۔ ده ووئيل په دې حلقه كښې د برېښنا ٬ ګاز ٬ سكول ٬ سړكونو او اوبو سكيمونه مسلم ليګ (ن) ترسره كړي دي۔ هم دا حالت د ټول پاكستان دے۔ دا سړك به د 5 نيم اربه روپو په مصرف پايې ته رسولې شي۔ په كال 2008ء كښې چې نواز شريف كومه وعده كړې وه هغه نن ترسره شوه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټول عمري د خدمت او شرافت سياست ته وده ورك??ې۔ مونږ د هېواد د پرمختګ سياست ته وده ورك??ې۔ ده ووئيل د نواز شريف په اړه د عدالت پرېكړه مونږ قبوله ك??ې۔ ده ووئيل د نواز شريف څخه وروستو اوس مونږ د هغه مشن مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئيل د تعليم نه غېر كومه سيمه پرمختګ كولې نه شي۔ ده ك??وټ?? كښې د پوهنتون جوړولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل راروانه مياشت كښې به په دې كار پېل شي۔ ده ووئيل د ك??وټ?? د انجونو او هلكانو سكولونه به هایئر سکېنډری جوړولې شي۔ په دې مهال ده د هېلت کارډ دائرہ تر پنډۍ ضلغې او ك??وټ?? پراخا كولو اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل 100 فيصد سيمو ته به برېښنا وركولې شي او د ك??وټ?? هر يونيم كونسل ته به ګاز رسولې شي۔ په دې مهال زلمو لپاره ك??وټ?? كښې د سټېډيم جوړولو هم وزيراعظم اعلان وكړو۔ ده ووئيل د پرمختيائي منصوبو په سوب به د جولا??ي ټول ټاكنو ??ښې اولس نواز شريف او مسلم ليګ نون ته درناوې وبخښي۔ د خپل تقرير په پايه كښې وزيراعظم د “پاکستان زندہ باد” نعرې پورته ك??ې۔ په دې مهال د اطلاعاتو او خپرونو ??زيره مريم اورنګزېب ٬ وفاقي وزيره سائره افضل تارړ ٬ طارق فضل چوهدري او يو شمېر نور وزيران موجود وو۔