دوشنبې 18 جون (اے پي پي) د ا??لس مشر ممنون حسېن د ګل په ورځ په څلور ورځنې سركاري دوره د تاجكستان پايه تخت دوشنبې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو چرته به چې هغه د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جون د 20 نېټې نه د جون تر 21مه نېټه د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي۔ د تاجكستان نائب وزيراعظم ذاكر زاده مح??د طاهر د دوشنبې په هوائي ا ډه د ا??لس مشر ممنون حسېن تود هركلې وكړو۔ په دې موقع په تاجكستان كښې د پاكستان سفير٬ په پاكستان كښې د تاجكستان سفير او د سفارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ يوې ماشومې په روايتي انداز كښې ا??لس مشر ته ګلدسته وړاندې كړه۔ د دې نه پس د تاجكستان نائب وزيراعظم په هوائي اډه ا??لس مشر سره مختصر ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ ا??لس مشر ممنون حسېن به د څلور ورځنې سركاري دورې په مهال د تاجكستان ا??لس مشر امام علي رحمانوف سره د دوه اړخيزه مذاكراتو نه علاوه د اوبو په اړه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي اي اېس اے څانګې او نورو شراكتدارو په مرسته كړے۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې ا??لس مشر ممنون حسېن او ا??لس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو ??ېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ??الر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ??الرو ته په رسولو هم غور كوي۔ ا??لس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان خپلې وړومبې دورې په مهال د تاجكستان وزيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ پاكستاني سفير هيله څرګنده كړه چې د ا??لس مشر ممنون حسېن دا دوره به د دواړو ??روڼو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو نزدې او د دوستې اړيكو په لا ټينګولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ ا??لس مشر دا دوره د تاجكستان ا??لس مشر امام علي رحمانوف په بلنه كوي۔ د ا??لس مشر دوره او پاكستاني وزيراعظم وروستې دوره د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو او د سيمه ايزو روابطو لا مستحكم كولو د پاكستان د وژن عكاسي كوي۔