اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې د ټاكنو ځنډېدو هېڅ اندېښنه نشته٬ټول ټاكنې به د جولائي په 25مه نېټھ كېږي٬سپيځلې٬پاكې او بې طرفه ټاكنې به باوري كولې شي٬د اروپائي ائتلاف او د آسيائي سيمې پشمول نړيوالو مبصرينو ته به د طريقه كار له مخې اجازه وركولې شي٬د فاټا انضمام نه پس آسانې وركولو لپاره كمېټي كار كوي٬ټولو ډلو سره به خبرې كولې شي٬د آئين له مخې په فاټا كښې ??ه د قامي اس??بلۍ ټاكنې ټول ټاكنو سره كېږي٬صوبائي اس??بلۍ لپاره به ټاكنې په يو كال كښې ??ننه كېږي٬د الېكشن كمېشن رولز له مخې په كومه هم حلقه كښې كه د مېرمنو ټرن آؤټ د ټاكل شوې شرح نه كم وي نو د ټاكنو ??مي??ون بېرته د ټاكنو كولو حكم كولې شي۔د ګل په ورځ په پي اېن سي اے كښې ??بريالانو سره په خبر?? كښې ده ووئيل ??ې د جمهوريت استحكام لپاره د مېډيا كردار ډېر مهم دې٬په هېواد كښې په پاكو٬سپيځلو او بې طرفه ټاكن?? كښې به د ټولو ادارو كردار ډېر مهم وي۔ده ووئيل ??ې سپيځلې ټاكنې باوري كولو لپاره په نګران حكومت په وفاق او صوب?? كښې په بيورو كريسي كښې ??دلونونه كړي دي چرته چې هم اندېښنه وي چې افسران په ټاكن?? كښې آغېز كوي يا د كوم كانديد مرسته يا مخالفت كوي يا كومه جانبداري كوي نو پھ دې لړ كښې په شكايت حكومت په سمدستي توګه ايكشن اخلي۔ده ووئيل ??ې د قواعدو او ضوابطو له مخې به نړيوالو مبصرينو ته پاكستان ته د راتګ اجازه وركولې شي۔(