اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سپيناوې كړې چې د ټاكنو كمېسون سره رجسټرډ 88 ??يا??ي ګوندونو په عمومي چوكو 5 فيصده ټكټونه مېرمنو ته جاري كرې دي ٬ دا خبرونه بې بنسټه دي چې په دې قانون عمل ونه كړې شو ۔ د زيارت په ورځ د ټاكنو كمېسون وياند سپيناوې وكړو چې د عورت فاٶنډېشن په تور اډانه خبر خپور شوې چې كمېسون ??يا??ي ګوندونو څخه مېرمنو لپاره په 5فيصده عمومي چوكو د ټكټ په شرط عمل نه دې كړې ۔ ده ووئېل ټولو ??يا??ي ګوندونو ته د انتخابي نښو د الاټ منټ په موقع دوي دا حلف نامه وركړې وه وه چې ھغوي به پنځه فيصده ټكټونه مېرمنو ته جاري ك??ي٬ په قانوني توګه ??يا??ي ګوندونو ته انتخابي نښې وړاندې الاټ كړې شوې او كانديدانو ته ټكټ ورستو جاري كړې شوې ٬ ده ووئېل كه يو ګوند د خپل بيان حلفي خلاف ورزي ك??لو سره داسې نه وي كړې نو د ټاكنو كمېسون به د ھغوي په ضد د ضابطه اخلاق كاروائي ك??ي۔ په كمېسون دا تور ناسم دے چې انتخابي نښې ئې غلطې الاټ كړې ٬ ده ووئېل كمېسون سره رجسټرډ په 120 ??يا??ي ګوندونو كښې 107 ګوندونو ته انتخابي نښې الاټ كړې شوې او دولس ګوندونه په انتخاباتو كښې بر??ه نه اخلي٬ 88 ??يا??ي ګوندونو په عمومي چوكۍ 5 فيصده ټكټونه مېرمنو ته جاري كرې يوازې اوو ګوندونو په دې عمل نه دې كړې۔ وياند ووئيل د كال 2018 ټولټاكنې په دې لحاظ سره تاريخي دي چې پكښې په لويه شمېره مېرمنې برخه اخلي٬ او په دې لړ كښې بايد د كمېسون د هلو ځلو ستائنه وشي