اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د قامي ??سم??لۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې دزيارت په ورځ د اعلیٰ كچې غونډه شوې چې پكښې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره د پارلماني كمېټې جوړولو چارو پحقله خبرې اترې شوې دي۔ په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قامي ??سم??لۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري٬ س??نېټ كښې د حكومتې ډلې مشر سناتور شبلي فراز، سردار ایاز صادق ، سید خورشید احمد شاہ او فرخ حبیب ګډون وكړو۔ غونډه كښې سلا وشوه چې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره به كمې??ي جوړولې شي چې پكښې به د غړٶ شمېره 24 وي او په كښې به دريو كښې دوه برخې د قامي ??سم??لۍ د غړو او په دريو كښې يوه برخه به د سېنېټ د غړو وي۔ سېنټ به په ايوان كښې د موجود ګوندونو د پوزيشن په تناسب سره د غړو نامې وركوي او په قامي ??سم??لۍ كښې هم په دغ?? تګلار عمل كولې شي