اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پاكستان او اروپائي اېتلاف په شريكو اړيكو كښې د مرستې او پرمختګ هركلې كولو سره د دوه اړخيزه روابطو او اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه كړې۔ د پاكستان اروپائي اېتلاف د شريك كميسون په 9مه غونډه كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخستل شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د شريك كميسون غونډې د پاكستان د نوي ټاكل شوي حكومت د ??رج??حاتو٬ امن او سلامتيا٬ مائېګرېشن او تجارت پش??ول په بېلا بېلو څانګو كښې د روابطو په وده د خبرو ښ?? موقع وركړه۔ د شريك كميسون په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري د اق??صا??ي چارو ډويژن سېكتر نور احمد او د اروپائي اېتلاف د پلاوي مشري پاؤلا پامپالوني وكړه۔ د پاكستان او اروپائي اېتلاف د شريك كميسون راتلونكې غونډه به په برسلز كښې كېږي۔