اسلام آباد ۔ 2 دس??بر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سكھانو د جذباتو په اړه زما بيان په بې لارې كوؤنكي ډول او مسخ كولو سره د وړاندې كولو قصدا ً هڅه شوې ده۔ مونږ د سكھانو د جذباتو زيات احترام كوو او د كوم ډول تنازعې او حقائقو مسخ كولو سره دا بدلولې نه شي۔ د اتوار په ورځ په خپل ټوئټر پېغام كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د سكھ وروڼو ?? ډېرې مودې خواهش نظر كښې نيولو سره مو د كرتار پور راهدارۍ پرانستې پرېكړه كړې۔ مونږ دا تاريخ ګام يو ښه يقين سره پورته كړې دې او دا به مخ په وړاندې بوځو۔ زما په بيان د سكھانو د جذباتو په قصد سره د راپارولو هڅه بې لارې كوؤنكې او د حقائقو په ضد د??۔ ما چې څه وئيلي دي هغه هندي حكومت سره ددوه اړخيزه خبرو په اړه وو۔ ??ه ووئيل مونږ د سكھانو د جذباتو زيات احترام كوو او د كوم ډول تنازعې او حقائقو مسخ كولو سره دا بدلولې نه شي