اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي پاكستان د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د تجارت٬ټورازم٬ا??رج?? او اقتصادي راهدارۍ پشمول د ټرانسپورټ په اړه د ښو او پائيداره اړيكو خوښي لري٬پاكستان په شدت سره د ت??جك??تان د څلورو هېوادونو په لوظ نامه كښې د ګډون خوښي لري٬د ت??جك??تان او نورو مينځني آسيائي رياستونو سره د زمكې او هوائي رابطو زياتولو لپاره به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ د مواصلات وزارت كښې په پاكستان كښې د ت??جك??تان سفير شرعلي اېس جونونوف سره د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خېرسګالۍ د ملاقات په مهال كړی۔په دې موقع د مواصلات وزارت وفاقي سېكتر شعيب احمد صديقي٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن جواد رفيق ملك او سينئر جوائنټ سېكتر الطاف اصغر پشمول نور چارواكي هم ??وج??د وو۔د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطو د نشت والي خاتمه دې وكړی شي٬په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سائنس او ټېكنالوجي او د سېلګرۍ په اړه د پراخه ??مك??ناتو د لارې دې د ځلانده سباؤن بنياد ولټولې شي۔ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم عمران خان وژن دې چې د تجارت او اقتصاديات لپاره تر مينځني آسيائي رياستونو رسنه دې ترلاسه كړې شي٬سېلګري د سباؤن پرمختګ آئينه دار ده ۔ده د سفير پام راګرځولو سره ووئيل د پاكستان حكومت٬د ت??جك??تان روډ ټرانسپورټ لوظ نامه زر تر زره سر ته د رسولو خوښي لري۔د پاكستان حكومت د دې لوظ نامې د قانوني طريقه كار په اړه د تاجك حكومت ځواب ته سترګې په لار دے دغسې چې په پاكستان كښې هم په دې لړ كښې پېش قدمي وكړې شي۔د دې څخه وړاندې سفير په خبرو كښې ووئيل ت??جك??تان په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لري٬په معدنيات٬فروټس٬توان او نورو تجارتي څانګو كښې پراخه ??مك??نات شته ٬ ده ووئېل تاجك ټرانسپورټر تر كراچۍ پورټ رسنه غواړي٬هغوي د اېف بي آر او پاكستان كسټم ډيپارټمنټ ترمينځه پېښو ستونزو سره مخ دي د كومو چې ازاله پكار ده٬ ده ووئېل د افغانستان٬ت??جك??تان او پاكستان ترمينځه مضبوط تجارتي نېټ ورك ته وده وركولو سره د سباؤن خوبونه رښتيا كېدې شي