اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان عمران خان وئيلي دي چې نن د قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د سالګرې په موقع مو??ږ د 20مې پېړې لوي لارښود ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو٬ قائد په خپله نظر او سوچ د تاريخ رخ بدل كړو او د مسلمانانو حقونو لپاره ئې بې مثاله او نه ستړې كېدونكې هڅې وكړې٬ مونږ ته به نن د پاكستان باني په وژن د عمل كولو د عزم څرګندونه كول و??٬ مونږ ته به د مدينې رياست د ماډل پېروي كول و?? چې دغسې زمونږ هېواد د انصاف په بنياد او خوشحال رياست جوړ شي٬ مونږ ته به په ګډه د يو قوم په حېث كار ك??ل و?? چې دغسې د قائداعظم وژن په حقيقت بدل كړے شي او چې مونږ خپل هېواد ته د نړۍ په قومونو كښې د ده مناسب مقام وركړې شو۔ د و??ير??عظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې و??ير??عظم عمران خان د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د نهې په ورځ په خپل خاص پېغام كښې ووئيل چې نن د قائداعظم سالګره لمانځلو سره به مونږ ته دا كتل و?? چې مو??ږ د خپل عظيم قائد د ښودل شويو اصولو له مخې تر ك??مه حده كامياب شوي يو۔ ده ووئيل چې مونږ ته به نن د پاكستان باني په وژن د عمل كولو د عزم څرګندونه كول و??۔ زمونږ قائد مونږ لپاره يو آزاد هېواد جوړ كړے چرته چې مونږ په آزادې سره سا اخستې شو او اوسېدے شو۔ چرته چې مونږ كوم ډول يره نه لرو او مونږ په خپله ??وښ?? او آزادې سره ژوند تېرولې شو۔ يو داسې هېواد چرته چې مو??ږ د خپل مذهب او كلتور له مخې خپل ژوند تېرولې شو او دلته به د مدينې د رياست د ماډل پېروي كولې شي چې دغسې زمونږ هېواد د انصاف په بنياد او خوشحال رياست جوړ شي۔ ده ووئيل چې قائداعظم يوه داسې ټولنه غوښتله چرته چې هر يو وګړې مساوي حقوق ولري او چرته چې د قانون حكمراني سپريم وي او يو داسې رياست چرته چې د ټولنې ټولې طبقې د خپلو صلاحيتونو له مخې د پرمختګ او خوشحالې بشپړه موقعې ولري۔ و??ير??عظم ووئيل چې قائداعظم ﴿رح﴾ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو غوره طريقه دا ده چې د هغه په وژن عمل و??ړے شي او د هغه د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم په اصولو په انفرادي او اجتماعي توګه عمل و??ړے شي چې دغسې مونږ خپل خوږ وطن په مكمل توګه فلاحي٬ پرمختللې او خوشحال رياست جوړ كړے شو۔ ده ووئيل چې بايد نن مو??ږ د دې عزم څرګندونه وكړو چې مونږ به خپلې غلطې بيا نه كوو او مونږ به ټول په ګډه د يو قوم په حېث كار ك??و چې دغسې د قائداعظم وژن په حقيقت بدل كړے شي او چې مونږ خپل هېواد ته د نړۍ په قومونو كښې د ده مناسب مقام وركړې شو۔