اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي يو ټاكلې شوې نمائنده هم د قانون نه پرته نه دے ٬ پیپلز ګوند او (ن) لیګ لس كاله په اقتدار كښې پ??تې دي٬ د نې?? قانون كه چرې تور قانون دے نو دوي ختموٶ ولې نه ٬ پا??لمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې٬ د پاكستان بې وسه اولس لوټلې شوې ٬ د لوټ مار كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي٬ كه مخالفه ډله په احتساب اعتراض لري نو د عدالتونو لاره دې اونيسي۔ د زيارت پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سید خورشید شاہ د اعتراض د نكتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د احتساب په عمل هېڅوك اعتراض نه لري٬ اعتراض په ھغه اداره كېږي كومه چې د دې پ??رلمان برخه نه ده او جنرال (ر) پروېز مشرف جوړه كړې وه٬ د?? ووئېل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند 5 ٬ 5 كاله حكومتونه كړي ٬ د دوي په دور كښې د اتلسم بدلون غوندې تاريخي بدلون رامخې ته شوې ٬ د آئين درېمه برخه بدله كړې شوې خو ھغه وخت ھغوي په نې?? قانون كښې هېڅ بدلون نه دې كړې ٬ كه د نې?? قانون ناسم دے نو بيا دا بدل كړې شوې ولې نه دې۔ د?? ووئيل د سندھ اسمبلۍ د سپيكر په نيولو كښې پ??رلمان ولې راښكلې كېږي ٬ پا??لمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې او نه دا د پا??لمان مقصد دے۔ د?? ووئيل د پاكستان بې وسه اولس د دې معاملې اصلي مدعيان دي ځكه چې ھغوي لوټلې شوې ۔ د?? ووئيل سید خورشید شاہ او نواز شریف په مشاورت د نې?? د چيئرمېن ټاكنه كړې وه ٬ نې?? خو د حكومت ماتحت هم نه دے او نه دا اداره وزیراعظم څخه هدایات اخلي نو بيا سید خورشید شاہ ټول بړاس په حكومت ولې اوباسي۔ د?? ووئيل كه مخالفې ډلې خپل دور كښې د نې?? قانون او چيئرمېن نه دې بدل كړې نو د دې مطلب دا دے چې نن كومې كاروائۍ كېږي په دې كښې د ھغوي رضامندي شامله ده ۔ د?? ووئيل د پنجاب سينئر وزير نيولې شوې او هم دغسې د سندھ سپيكر نيولې شوې ٬ آيا د شوكمارو احتساب ختم كړې شي ٬ كه څوك اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ كه احتجاج كوئ نو عدالتونو كښې دې وكړې۔ د?? ووئيل نن چې كوم حالات په هېواد روان دي ٬ په دې حالاتو كښې خو مونږ له د يوالي پيغام وركول پكار ٶ او چې هواد ته كومې دړكې وركړې كېږي بايد بحث پرې اوشې خو دوي د پاكستان څه پروا لري