اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د تعليم ٬ وظيفائي چارو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وف??قي وزير شفقت محمود وئيلې دي حكومت د دستكارو او هنرمندو خېرښګړې لپاره كار كوي٬ د كلتور پېژندګلې دستكاري به ختمېدو له ورنه كړٶ۔د لوك ورثه تر سېوري لاندې د ختمېدونكې دستكارۍ د قامي نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا وف??قي وزير وو??يل پاكستان د عظيمې كلتوري ورثې امين هېواد دے چرته چې كلتور ځانګړې رنګونه لري ٬ هنرمند او دستكار ھغه خلق دي چا چې زمونږ كلتور ژوندې ساتلې ۔ ده وو??يل لوك ورثه د كلتور ودې لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كوي او زه باور لرم چې د دې ادارو په موجودګۍ كښې به دستكاري ختمه نه شي۔ ده وو??يل حكومت د كلتور ورثې حفاظت لپاره ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې يو جامع لائحه جوړوي دغسې چې ختمېدونكې دستكاري بچ كړې شي۔ وف??قي وزير وو??يل لوك ورثه له پكار دي چې ختمېدونكې دستكارۍ دلته خرګندولو لپاره ګامونه پورته كړي او دې سره د پېوستو هنرمندانو ډاډګيرنه وكړې۔ ده وو??يل ماسټر كرافټس مېن څوك چې د استاذانو استاذ دے هغه دې دلته راوبللې شي دغسې چې ھغه په دې لړ كښې ځوانان تربيه كړي۔ شفقت محمود وو??يل په دې ليدلو ډېر خو??حاله شوم چې دلته په لويه شمېره ځوانان موجود دي كومو څخه چې دا برېښي چې زمونږ ځوانان په دې كښې ژوره خوښي لري او دوي به هيڅكله خپله ورثه ??رك??دو له ورنه كړي۔ په دې موقع د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټرې شاهیرہ شاهد هم وېنا وكړه۔ په دې موقع وف??قي وزير وزیر شفقت محمود او شاهیرہ شاهد د بېلا بېلو سټالونو دوره وكړه او دهنرمندانو د كار ستائنه كولو سره ئې د دوي ډاډګيرنه وكړه۔ په دستوره كښې د پاكستان د بېلا بېلو سيمو لوك سندرغاړو٬ موسيقارو د خپل فن څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د تعليم او وظيفائي چارو پارلماني سېكتره وجیهه اکرم هم موجود وه۔