اسلام آباد 03 اپرېل (ا?? پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې د زياتو منزلونو لرونكو ودانيو جوړولو پحقله دې د حكومتي پاليسو له مخې قواعد او ضوابطو ته زر تر زره حتمي شكل وركړې شي٬ تېرو حكومتونو هېواد د قرضونو دلدل ته دهيكه كړې٬ د غېر منافع بخش سركاري اثاثو او غېر استعمال شوې ام??اك په كار نه راوستل ناقابل فهم كار دے٬ د زرګونو اېكټرا غېر استعمال شوې سركاري زمكې په كار راوستلو سره نه يوازې حكومتي زيان كمېدې شي ب??كې پرمختيائي عمل هم لا مخ په وړاندې تللې شي۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د سركاري ام??اك او اثاثو د نجكارۍ عمل كښې تر اوسه د پېشرفت جاج غونډه وشوه چې پكښې وفاقې وزيرانو اسد عمر، چوهدري فواد حسېن، میا محمد سومرو، ندیم افضل چن، د پټروليم او نجكارۍ سېكترانو٬ د سي ډي اے چيئرمېن او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د نجكارۍ ډويژن سېكتر لخوا د حوېلو بهادر شاه او بلوكي پاور پلانټ٬ د اېس اېم اي بناك ٬ جناح كنونشن سنټر ٬ ماړي پټروليم كښې د حكومتي شيئرز خرڅولو٬ د لاكهړا سكر?? درنګ غوندې د سركاري املاكو د نجكارۍ پحقله تر اوسه د شوي پېشرفت نه غونډه خبره كړه ۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل تېرو حكومتونو هېواد د قرضونو دلدل ته دهيكه كړې٬ يو داسې هېواد چې هر ورځ نزدې اووه اربه روپۍ يوازې د قرض قسطونو لپاره خرڅ كوي هلته د غېر منافع بخش سركاري اثاثو او غېر استعمال شوې ام??اك په كار نه راوستل ناقابل فهم كار دے ۔ ده ووئيل د زرګونو اېكټرا غېر استعمال شوې سركاري زمكې په كار راوستلو سره نه يوزازې حكومتي زيان كمېدې شي ب??كې پرمختيائي عمل هم لا مخ په وړاندې تللې شي۔ ده ووئيل د سركاري ام??اك په اړه حكومت ته معلومات د نه وركوٶنكو اهلكارو په ضد به كاروائي كولې شي۔ وزیرِ اعظم ووئيل د حكومت لخوا د كثيرا لمنزله ودانيو جوړولو اجازه وركول به نه يوازې د استوګنې مسئلې حل كولو له مرسته وګرځي ب??كې دې سره به سرمايه كارو ته هم آسانۍ په