اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د ??ېډ ټي اي كارپورېشن سينئر وائس پريزېډنټ ژونګ هووامي او ايګزېكټو افسر ژي شياماؤ سره په اسلام آباد كښې ملاقات كړی۔د اطلاعات وزير زيډ ټي اي كارپوېشن له په اسلام آباد كښې د ټېكنالوجي سكول پرانستلو وړاندېز كولو سره ووئيل پاكستان په آسيا كښې ټېكنالوجي فيلډ كښې د سرمايه كارۍ لپاره مهم هېواد دے٬حكومت د وړومبي مېډيا پوهنتون جوړولو پريكړه كړې۔ده ووئيل راډ??و پاكستان٬پاكستان ټېلي ويژن او انفارمېشن اكېډېمۍ ضم كولو سره به پوهنتون جوړولې شي۔مونږ زيډ ټي اي كمپنۍ له مېډيا پوهنتون كښې د ټېكنالوجي په اړه د انسټالېشن بلنه وركوو۔ده ووئيل په مېډيا كښې هره ورځ جدت راځي او په مېډيا كښې د ټېكنالوجي استعمال سره د هېواد مثبت تشخص او بيانيه ټولې نړۍ ته رسېدلې شي۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښې خاص معاشي زونز جوړوي بايد ټوله نړۍ د پاكستان د سرمايه كارۍ ښو پالېسو څخه ګټه پورته كړي۔د ملاقات په مها?? د ??اكستان ټېلي ويژن ډيجيټل كولو په اړه په پروګرام هم خبرې وشوې۔د ??ېډ ټي اي چارواكو پي ټي وي ډيجيټل كولو په اړه د تراوسه اقداماتو څخه د اطلاعات وزير خبر كړو۔د زيډ ټي اي وائس پرېزېډنټ ووئيل زيډ ټي اي كمپني په چائنه كښې د ټېكنالوجي فيلډ كښې د 40 ريسرچ سنټرو سره ليډنګ كمپني ده۔