اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) وزیراعظ?? عمران خان وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې ته حکومت پام لرنه كوي، دې پروژې بشپړيدو سره به نه يواځې د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې په همكارۍ بدلې شي بلکه سيمه كښې به د نوې امکاناتو او موقعو لارې پرانستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د سی پیك ??و په نورو پروژو كار كوونكو د وړومبي صف 15 چینائي کمپنیو نمائنده پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د چین پلاوي كښې پاور چ??ئن??، تھری ګارجېس کارپوریشن، سی اېم ای سی، نیلم جهلم پاور پلانټ پراجیکټ، سی آر۔ نورینکو اورنج لائن پراجیکټ، هواوے، زونګ، پوسټ قاسم پاور پلانټ، چ??ئن?? ګیژوبا کارپوریشن، چ??ئن?? سټيټ کنسټرکشن، چ??ئن?? هاربر، مټیاری‘ لاهور ټرانسمیشن لائن پراجیکټ، هائیر او نورو کمپنیو نمائندګان شامل وؤ۔ د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار، د برېښنا وزیر عمر ایوب خان، د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف، د انرجی ټاسك فورس چیئرمېن ندیم بابر او نور سینئر چارواكي هم پھ دې موقع موجود وؤ۔د چین پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظ?? عمران خان ووئيل د چین کمپنيو له ګټه وره كاروباري پروژې پيل كولو لپاره به د حکومت کاروبار دوسته پالیسیو سره ټولې ممكنې اسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع پاکستان كښې د چین سفیر وزیراعظم له د چین اولس مشر او وزیراعظم د اړخه نيكو هيلو پیغام ورسولو سره ووئيل د چین قیادت د وزیراعظ?? عمران خان د چين دورې ته سترګې په لاره دے۔ ده د چین سوداګرو له اسانيو وركولو او د هغوي د مسئلو حل له په ذاتی خوښۍ لرلو د چین قیادت او سوداګرو د اړخه د وزیراعظ?? عمران خان مننه وكړه۔دوي وزیراعظم له باور وركړو چې د چ