پېښور ۔ 01 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د قطبي وزيرستان خړ كمر سيمه كښې رامخې ته شوې پېښه كښې ځپلې شويو كسانو له د مرستې پېكج ا??لا?? كولو سره په ډاګه كړې چې د پښتنو په نامه سياست كوونكي پښتون قام يو وارې بيا جنګ ته د ټېله كولو ناكامه هڅه كوي كومه چې په هېڅ صورت د قبلولو نه ده۔ ده پېښه كښې حق ر??ېدليو لپاره د 25 لكه او ژوبل شويو له د 10 لكه روپو ??رسته ا??لا?? كړه۔ ده ووئيل د اولس ٬ پاك پوځ او د امنيتي ادارو قربانيو لامله امن په ځائې شوې دې او ددې په ځائې ساتلو له به د كومې هم قربانۍ څخه مخ اړولې نه شي۔ ده ووئيل د لس مياشتو په لنډه موده كښې د قبائلي ضلعو يو شمېر مسئلې حل شوي دي۔ ده ووئيل د صوبائی حکومت اېن اېف سی ایوارډ كښې خپله 3 فیصده برخه د قبائلي ضلعو تعمير او پرمختګ له بېلول ددې خبرې ثبوت دې چې موجوده حكومت خپلو كړو لوظونو پاللو كښې مخلص دې او دې ل??اره عملي ګامونه پورته كوي۔