اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې دا ايوان د وزيراعظم٬ سپيكر او د دوهم سپيكر ټاكنه كوي٬ په دې كښې چا ته هم سلېكټډ وئيل د دې ايوان د استحقاق مجروح كولو مترادف دي٬ مونږ به د استحقاق تحريك رواړو چې كوم هم غړے دې چوكو لپاره د ټاكل شوي غړي سپكاوې وكړي٬ بايد په ضد ئې كارروائي وشي۔ د اتوار په ورځ د احسن اقبال لخوا په خ??له وېنا كښې وزيراعظم ته د سلېكټډ په وئيلو په خ??ل غبرګون كښې وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل چې په رول 32 كښې ليكل شوي دي چې د وزيراعظم٬ سپيكر او دوهم سپيكر ټاكن?? څنګه كېږي٬ مونږ د استحقاق تحريك راوړل غواړو ٬ د داسې خلقو په ضد كوم چې د دې ايوان ماحول خرابوي۔ وزيراعظم ته سلېكټډ وئيل د ايوان سپكاوې دے٬ هر يو غړے ټاكل كېدو سره راغلې٬ په راتلونكي وخت كښې داسې ال??اظ نه دي استعمالول٬ داسې مونږ په خ??له د ځان سپكاوې كوو۔