اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)پخواني اولس مشر او د پاكستان پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري وئېلي دي د پاكستان پيپلز ګوند بنياد د كشمير په مسئله اېښودلې شوې ؤ ٬كشميريان او په هند كښې مېشته مسلمانان اوس په دوه قامي نظريه پوهه شوي ٬ د اوسني صورتحال تقاضه وه چې متحده عرب امارات٬چين٬روس او د ايران قيادت سره وليدلې شي او هغوي څخه په دې صورتحال ملاتړ ترلاسه شوې ؤ ۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث كښې ده ووئيل د كشمير اوسنۍ پیښه د ختيز پاكستان څخه هم لويه ده٬ده ووئيل ذوالفقارعلي بھټو د خبرو اترو د لارې 90 زره بنديوان بېرته راوستلي وو۔نن د كشمير نيمه برخه لرې شوې٬ ده ووئېل كشميريانو او د هند مسلمانانو ته دا معلومه شوې چې د قائداعظم دوه قامي نظريه څنګه وه۔ده ووئيل كله چې اندرا ګاندهي زوالفقار علي بهټو ته ووئيل خپل بنديوان اخلې كه زمكه نو ب??ټو ووئيل مونږ له زمكه بېرته راكړې او ب??ا بنديوان هم بېرته راغلل۔ده ووئيل بنګاليانو او سندھيانو پاكستان جوړ كړی٬مونږ ځكه پاكستان جوړ كړی چې ټول مسلمانان دلته اوس??ږي??ده ووئيل مونږ په حكومت ټكونه نه كوو٬دا ورځ د كشميريانو سره د يو والي ده۔ده ووئيل زه وړومبې اولس مشر ووم چې 24 كاله پس روس ته تللې ووم٬زه 13 ځله چين ته تللې ووم۔ده ووئيل مونږ خپل ملګري بېرته ځان سره يو كړي وو۔ده ووئيل مونږ په هغه كشميريانو وياړ لرو كوم چې په كشمير كښې قرباني وركوي او د پاكستان په بېرغ كښې ښخېدل خوښوي٬ ده ووئېل كشمير كښې داسې كور نشته چرته چې شهيد نه وي خو سره د دوي هغوي بيا هم جنګ??ږي??ده ووئيل د مودي سوچ سره به هند رسوا شي٬د ګاندهي س??كو??ر سوچ هغه ختم كړې٬تاريخ به دا ياد ساتي چې ما دا خبرې كړی وې۔