اسلام آباد ۔ 4 اپرېل (اے پی پی) د پاکستان هندو کونسل مش?? ډاکټر رمېش کمار ونکوانی بېلو مېډيا ادارو او په خاص توګه په هندوستاني ميډيا ??ښې په خپور شويو خبرونو د سخت غم او غصې څرګندونه كړې ده۔ نوموړي هندو پارلماني غړي ډاكټر رمېش د خالي په ورځ خپل بيان كښې ووئيل په دغه خبرونو كښې دا دعوی شوې چې پاكستان د كورونا وائرس په صورتحا?? كښې هندوانو ته د خوراك او راشن وركولو نه انكار كړې دې او دا خبر بېخي بې بنسټه دې او د ځان نه جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل هندو ورورولۍ سره د امتيازي سلوك په اړه كوم شكايت ترلاسه شوې نه دې د كوم دعوی چې په هندي ميډيا ??ښې كېږي۔ ډاکټر رمېش ووئيل دا وخت ټولنه كښې د زغم ٬ همغږۍ او مينې خپرولو دې۔ ده خواست وكړو چې د كورونا وائرس او نورو بشري ستونزو په اړه د خبر?? كولو په مهال بايد احتياط وكړې شي۔