اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ټول هېواد كښې د ټائيګر فورس په بشپړه توګه د فعالولو امر كولو سره وئيلي دي په سخت وخت كښې قام لپ??ره وخت وركوٶنكي ځوانان د قام اتلان دي ، د ضلع، تحصيل او يونين کونسل په كچه دې ټائيګر فعاله كړے شي او په انتظامي توګه دې ښې رابطې باوري كړے شي۔ دا امر وزيراعظم عمران خان د ټائيګر فورس پحقله د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړے۔ په غونډه كښې د پنجاب وزير اعلې سردار عثمان بزدار او د خېبرپښتونخوا وزير اعلي محمود خان، ??وب??ئي چيف سېكرتريز او كمشنرانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په صوب??ئي كچه د ټائيګر فورس اوونيز راپور وړ??ندې كړے شو۔ وزيراعظم د ټائيګر فورس پحقله وزير اعلٰې ګانو او چيف سېكرټريز ته ګائيډ لائنز وركړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ټائيګر فورس څخه به احساس لېبر رجسټرېشن پروګرام له هم مرسته تر لاسه شي، د ټائيګر فورس مېړني ځوانان د هېواد سرمايه ده ۔ ده ووئيل په سخت وخت كښې قام لپ??ره وخت وركوٶنكي ځوانان اتلان دي، په دې لړ كښې په انتظامي توګه ښه کوآرډينېشن باوري كړئ۔