اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د قامي هېلت سروسز پارلماني سېكرټرې ډاكټر نوشين حامد وئيلي دي پاکستان كښې د كرونا وائرس كېسونه پرله پسې كمېږ??٬ په دې وروستيو كښې د تېرې مياشتې په مقابل كښې د مرګونو شمېره هم كمه شوې۔ يوه مركه كښې دې ووئيل د سمارټ لاك ډاٶن لائحې ښې تنيجې رامخې ته كېږي او د مرګونو شرح هم كمېږي۔ دې ووئيل كه د چا د كرونا ټېسټ مثبت راغلے نو د ھغه روعتون كښې داخلېدل ضروري نه دي او كوم كسانو ته چې د آئي سي يو حاجت دے د ھغوي شمېره په حقيقت كښې ډېره كمه ده۔ دې ووئيل د كرونا صورتحال په بشپړه توګه په كنټرول كښې دے خو مونږ د دې خبرې اندېښنه لرو چې خلق به د كرونا وائرس كمې په سوب په اېس او پيز عملدرآمد پرېږدي۔ دې ووئيل هر و??ړے دې په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرآمد وكړي ګني په راتلونكو كښې د كرونا كېسونه زياتېدې شي۔ دې اولس ته غږ وكړو چې د لوي اختر رخصتۍ په مهال سماجي فاصله وساتي او په اېس او پيز عمل وكړي او د غ??ر ضروري سفر نه ډډه وكړۍ۔ دې ووئيل كه مونږ د اختر په ورځو كښې احت??اط وكړو نو د رنځ دوېم پړاٶ څخه بچ كېدے شو او دې لپاره ټولو وګړو له احت??اط كول پكار دي