اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د سېنېټر رحمان ملك په مشرۍ كښ?? د كورنيو چارو لپاره د سېنېټ ??ائ??ه کمېټۍ غونډه پارلیمنټ هاوَس كښ?? وشوه۔ په غونډه ك??ې د آزادۍ ورځې په اړه متفقه قرارداد منظور کړے شو۔ قرارداد سېنېټر رحمان ملك وړاندې كړو كوم چې کمېټۍ په متفقه توګه منظور کړو۔ ??ائ??ه كمېټۍ د 14 اګست په ورځ ټول قام له مبارکي وركولو سره ووئيل مونږ د خپل عظیم قائد،قائداعظم مح??د علی جناح الفاظ ایمان، اتحاد،تنظیم چرې هم نهشو هيرولے۔ قائداعظم او د هغه رفقاء ته د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو خپلواكه ریاست په جوړولو پيرزوئنې وړاندې كوو۔ رحمان ملك ووئيل دوه قومی نظریه د قائداعظم د غیر معمولی دانشمندۍ نتيجه وه د كومې چې دا کمېټي معترف ده۔ ده ووئيل دا مهال هند او مقبوضه کشمیر كښ?? روانو ظلمونو سره دو قومی نظریه 100 فیصده سمه ثابت شوې ٬ هند په مسلمانانو او مقبوضه کشمیر كںې په بې ګناه وګړو ظلم كوي۔ ??ائ??ه کمېټۍ د هند د ظلمونو سخته غندنه كوي، سېنېټر رحمان ملك قام ته غږ وكړو چې يو وقار لرونكے او د ازاد قام په حیثیت خپل ټول صلاحیتونه كارولو سره د پاکستان د خذمت عزم وكړې ۔ په غونډه ك??ې په سېنېټ كښ?? د حكومتي ډلي مشر ډاكټر شهزاد وسیم نه علاوه سېنېټر محمد جاوید عباسی، محمد اعظم خان سواتی، رانا مقبول احمد، سردار محمد شفیق ترین،داخله سیکرتري او د اړوندو ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو