لاهور 01 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي ريور فرنټ اربن ډوېلپمنټ پروژې د پرمختګ جاج اغستو په اړه غونډه د نهې پھ ورځ لاهور كښې وشوه۔په غونډ كښې د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د وزيراعظم صلاحكار بېرسټر شه??اد اكبر٬د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري٬صوبائي وزير فياض الحسن چوهان٬د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ ??نر??(ر)انور علي حېدر٬د راوي پروژې چيئرمېن راشد عزيز او اعلٰی چا??واكو ګډون وكړو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ له مخې په غونډه كښې د پروژې ټائم لائنز٬په پروژه كښې د سرمايه كارۍ د بهرنيو كمپنو په خوښې او د انفراسټركچ?? په اړه په ريګولېشن او تنظيمي چا??و تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خان د پروژې په ترسره كولو كښې د لوړ نړيوال معيار٬د ماحول تحفظ٬په لاهور كښې د اوبو په كمي لرې كولو او د اوبو د آلودګۍ مستقل حل باوري كولو سره سره د پروژې په زر ترسره كولو زور راوړو سره ووئېل په هېواد كښې د حكومتي اقداماتو پھ نتيجه كښې د تعميرات د څانګې ډاډګيرنه شوې۔وزيراعظم د سرمايه كارۍ د بهرنيو كمپنو لخوا په پروژه كښې د خوښې ستائنه وكړه او وې وئېل د لاهور اوسېدونكو او سمندر پورې پاكستانيانو لپاره به دا پروژه يو شاهكار وي۔وزيراعظم عمران خان د پروژې څارنه په ورځني بنياد كولو او په دې لړ كښې د هر ډول انتظاميې خنډ لرې كولو هدايت وكړو او وې وئېل هغه دې د دې پروژې پرمختګ په اړه پرله پسې خبر وساتلے شي