اسلام آباد ۔ 24ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي نړيوالې ورورولۍ له به د كشمير مسئله په جدي توګه اخستل وي۔ كه د دوو اتومي قواؤ ترمينځھ تاؤ تريخوالے زيات شو نو دا ټوله منطقه كښې د امن او استحكام خطرې رامخې ته كولې شي۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښی خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښې صورتحال ډېر زيات ناوړه دے او دا ورځ په ورځ لا خرابېږي۔ ده ووئيل مونږ د ترك صدر رجب طيب اردګان مننه كوؤ چې هغه د م??ګرو ملتونو په فورم د كشمير د مسئلې ذكر وكړو۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د كشمير مسئله په جدي توګه اخستل وي ولې چې كه د ??وه اتومي قواؤ ترمينځه تاؤ تريخوالے زيات شو نو د ټولې منطقې امن او استحكام خطر سره مخ كېدې شي۔ وزیراعظم عمران خان به د تېر كال په ډول دا ځل هم د م??ګرو ملتونو په مهم فورم د كشمير مسئله پورته كوي او د نړۍ پام به مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد روانو خلاف ورزيو پلو راګرځوي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې مقبوضه كشمير كښې روان بندېزونه په سمدستي توګه پورته كړے شي۔ دغ??ته روان كميونيكېشن بلېك آؤټ دې ??ه سمدستي توګه ختم كړے شي۔ هند سركار دې ??قبوضه كشمير كښې په غېر آئيني توګه د آبادۍ تناسب بدلولو له په ډوميسائل قانونونو كښې كړې بدلونونه بېرته واخلي۔ خارجه وزير ووئيل هند چې كله هم داخلي فشار سره مخ شوے يا كشمير كښې صورتحال ئې له قابو نه وتے دے نو هغه دې څخه پام بل پلو كولو له د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ پېل كوي۔ده ووئېل دا مهال هند كښی د كورونا وائرس تندۍ سره خپرېږي۔ هره ورځ نزدې 1100 كسان د مرګ خلې ته ځي۔ د دې بدانتظامۍ نه پام بلخوا كولو له هند د لائن آف كنټرول په خلاف ورزۍ كښې عام وګړي او ودانۍ په نښه كوي۔ ده ووئيل ما ماسكو كښې د شنګھائی كوآرډينېشن آرګنائزېشن د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقعه بېلو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونو كښې په دې ??ول صورتحال تفصيلي خبرې كړې او د هغوي پام مې دې ??ازك صورتحال پلو راګرځولے۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د دې ??ول صورتحال زر ترزه نوټس اخستل وي