ملتان 24 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه مح??ود قرېشي وئيلي دي اسلام نړۍ كښې په تندۍ سره خپرېږي او اسلام دښمنه قوتونه دې څخه په ېره كښې دي٬ مونږ له په ګډه د دوي عز??ئم خاورې كول دي٬ علماﺀ كرام دې د فرقه واريت خاتمې لپاره كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د حضرت بهاٶ الدين زکريا ملتاني د 781م عرس په دوېمه ورځ زکريا کنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ مخدوم شاه مح??ود قرېشي ووئيل زه د ګرد هېواد څخه راغلو علماﺀ كرامو٬ مشائخو او زيارت كوٶنكو ته په عرس كښې په ګډون كولو هركلے وائم٬ مونږ له به د حضرت بهاو الدين زکريا تعليمات او فلسفه عام كول وي او ھغوي پېغام به كور كور ته رسول وي دغسې چې معاشره كښې ښه اخلاق ،رواداري او د مينې پېغام وده ومومي۔ ده ووئيل په نيمه وچه كښې د اسلام په تبليغ كښې صوفياء کرامو مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل نن په ملتان كښې عظمت صحابه کنفرنس كېږي ٬ زمونږ ګوند د ناموس رسالت ، عظمت صحابه او عظمت اهل بېت تائيد كوي۔ ده ووئيل نن د قام يو كولو وخت دے۔ ده ووئيل اسلام نړۍ كښې په تندۍ سره خپرېږي او اسلام دښمنه قوتونه دې څخه په ېره كښې دي٬ مونږ له په ګډه د دوي عز??ئم خاورې كول وي۔ د ستورې په پائې كښې سجاده نشين خارجه وزير خارجه شاه مح??ود قرېشي د هېواد سلامتيا٬ د فرقه واريت خاتمې او د اسلام سرلوړۍ لپاره خاص دعا وكړه۔