اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ماليزيا سره معيشت، تجارت، تعليم، د سائنس او ټيکنالوجۍ پشمول د شريكې خوښې په بيلا بيلو څانګو كښې د ستراتيجكي شراكتدارۍ ودې لپاره عزي لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د ماليزيا خپل همڅنګ داتو سري حسام الدين حسين سره په ټيليفوني تماس كښې كړې۔ په دې موقع دواړو خراجه وزيرانو په د??ه اړخيزه اړيكو او په بيلا بيلو څانګو كښې د??ه اړخيزه مرستې ته د دوې وركولو په اړه تفصيلي خبرې كړي ۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ماليزيا ترمينځه په د??ه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كړي او د كرونا وباء په مهال د د??ه اړخيزه مثالي مرستې ئې ستائنه كړي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د کرونا وباء په مهال په ماليزيا كښې د ميشته پاكستانيانو په خاص خيال ساتلو د ماليزيا د خارجه وزير مننه وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير دسمبر كال 2020 كښې په ماليزيا كښې كيدونكې اسياء پيسفك اقتصادي مرستې غونډې كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه او دواړو خارجه وزيرانو د د??ه اړخيزه اړيكو او د رابطو ودې لپاره مشاورت جاري س??تلو ته هم اتفاق و??ړو۔